Zarka Malyar

زرکه ملیار د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي فارغ التحصیله، ۸ کاله یې د څارنوالې په توګه د کابل په ښاري څارنوالۍ کي کار کړی
تقریباً ۳۰ کاله وړاندې د کورنیو جګړو له کبله د هیواد پریښودو ته اړه کړای شوه، چې د اتریش هیواد یې مهاجرت وکړ.
اتریش کې یې د ویانا پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې خپل دیپلوم معادل او ماستري یې واخیسته.
وروسته له هغه یې د مهاجرینو لپاره د اتریش فدرال ادارې او محکمې کې د افغانستان د متخصصې په توګه کار وکړ. په څنګ کې یې د ژباړونکې په توګه هم کار کاوه. د ۲۰۱۰ کال نه راپدیخوا اتریش کې د یوه وزارت رسمي کارکوونکې ده.
زرکه ملیار د افغانستان د سیاسي اقتصادي او امنیتي وضیعت په اړه، فدرالي محکمې ته په آلماني ژبې ډیرې لیکنې کړي
دغه راز یې مختلفو هیوادو کې د افغانستان په اړه کنفرانسونو کې ګډون کړی.
زرکه ملیار افغانستان کې د هر ډول نظامي مداخلو او اشغالونو مخالفه وه او ده او د اشغالونو په مخالفت یې په عملي ډګر کې مبارزه هم کړې.
زرکې ملیار ۲۰۰۳ کال کې اتریش کې افغانستان د ښځو او ماشومانو د ملاتړ GURAF په نوم یوه ټولنه جوړه کړه چې په ترڅ کې یې په لغمان کې د نجونو لپاره یو ښوونځی جوړ او ۲۱۶ ښځې یې د ننګرهار، بدخشان او لغمان ولایاتو کې د محلي دائي په توګه وروزلې چې نتیجه یې ډیره مثبته وه.
زرکې ملیار د ۲۰۲۳ کال راپدیخوا د نجونو د زدکړو د ملي کمپاین فعاله غړې پاتې شوې، چې یو مکمل کال یې د دې کمپاین سره سپیسونه مخته وړل.
د همدې سپیسونو د ګډونکونو په مکررو غوښتنو چې په سوشل میدیا مبارزه نه کیږي، باید هیواد ته ولاړ شي او مشرانو سره کتنې او ستونزو په اړه مخامخ خبرې وشي، زرکې ملیار په یوه سپیس کې د جرګې د بل غړي استاد کامه وال په غوښتنه په سپیس کې افغانستان ته د تګ تیاری اعلان کړ!
وروسته له هغه یې د کمپاین د درې نورو غړو په همکارۍ په ګډه د جرګې بنسټ کیښود، چې تیر کال یې افغانستان ته بریالی لومړی او سږکال یې دوهم سفر وه.
د دې سفرونو په ترڅ کې طالبان د سرپرست حکومت له ډیرو محترمو مشرانو، ملي شخصیتونو او د افغانستان په قضیه کی دخیلو اړخونو سره کتنې کړي.
زرکې ملیار له وطن نه مهاجره شوې، خو وطن او خلک یې ندي هیر کړي.
دی افغانستان ته په منظم ډول سفرونه کړي.
د خویندو د حقونو برخه کې تل فعاله پلتې شوې.