په  برمینګهم کی د افغانانو د کموینیټی سره د غونډې راپور

31 August 2025

Jirga.jpeg


د نشراتو کمیسون 

په  برمینګهم کی د افغانانو د کموینیټی سره د غونډې راپور

نېټه: د اګست ۳۱، ۲۰۲۵
 ځای: برمینګهم، برېتانیا

د بهر مېشتو افغانانو د جرګې غړو د برمینګهم په ښار کې له ځايي افغانانو په کوربتوب غونډه ترسره کړه. په غونډه کې ګڼو افغانانو او د  ټولنی مشرانو ګډون وکړ.  غونډه  د کلام الله مجید په تلاوت سره پیل او د ګډونوالو په پېژندګلوي شروع شوه.

 د غونډې مهم ټکي:

د ښاغلي احمد فرید رحیمي لخوا د جرګې د جوړښت، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې شول.

ښاغلي الحاج محمد اقبال احمدزی د غړیتوب شرایط، د بهر مېشتو افغانانو د ونډې او د نظرونو د شریکولو اړتیا روښانه کړه.

ښاغلي الحاج عبداللطیف متین افغانستان ته د سفرونو، له چارواکو سره د ناستو او د هغو مثبتو اغېزو په اړه خبرې وکړې.


 د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه:

د ګډونوالو له جملی ښاغلو حاجی فیض الله، حاجی محمد نعیم، محمد امین انډیوال او محمد ظاهر  لاندی وړاندیزونه شریک کړل. 

په هر ښار کې د استازو ټاکل ترڅو د خلکو سره نېغې اړیکې ټینګې شي.

د ښځو د تعلیم او ټولنیزو ستونزو په اړه د علماوو سره د همغږۍ اړتیا.

په دی ټینګار چې د چارواکو سره لیدنې د خلکو د حقونو د دفاع لپاره دي.

د مسلکي ډاکټرانو اړتیا او د بې تجربې ډاکټرانو پر ضد سپارښتنې.

د ترافیکي قوانینو پیاوړتیا او د موټر چلوونکو لپاره جدي روزنیز کورسونه.

 پایله:
غونډه په خوښۍ او یووالي سره پای ته ورسېده. ګډونوالو ژمنه وکړه چې له جرګې سره به پوره همکاري کوی او د دې بهیر ملاتړ ته به دوام ورکوي. په پای کی د جرګی غړو د برمینګهم ښار د افغانانو د ټولنی د کوربتوب څخه مننه وکړه.