د افغانستان د نوي تعلیمي کال  پیل او د نجونو پرمخ د زده کړو  دوامداره بندیز

13 March 2026

Unknown-7.jpeg

د بهر مېشتو افغانانو جرګه
د رسنیو کمیسیون 

 اعلامیه

د افغانستان د نوي تعلیمي کال  پیل او د نجونو پرمخ د زده کړو  دوامداره بندیز

د افغانستان د تعلیمی کال له پیل سره سره لا هم د هېواد د میلیونونو نجونو پرمخ د منځنیو او لېسو ښوونځیو او همدارنګه د پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې دي.
د بهر مېشتو افغانانو جرګه په دی مناسبت خپله ژوره اندېښنه څرګندوي، ځکه چې د
دا وضعیت د افغان نجونو د بنسټیزو حقونو د محدودېدو تر څنګ د افغانستان د ټولنې پر علمي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ژورې منفي اغېزې لري. د یوه ملت لپاره ناشونې ده چې د خپلې ټولنې نیمایي برخه له زده کړو محرومه وساتي او بیا هم د پرمختګ، ثبات او خودکفایۍ تمه ولري.

د بهر مېشتو افغانانو جرګه باور لري چې تعلیم د هر انسان اساسي حق دی او د هرې سالمې او پرمختللې ټولنې بنسټ جوړوي. اسلام د علم او پوهې دین دی او د ښځو او نارینه وو دواړو لپاره یې د زده کړې ارزښت او اهمیت په څرګند ډول بیان کړی دی. د اسلامي تمدن په تاریخ کې ښځو د علم، طب، فقهې، ادب او ټولنیزو چارو په بېلابېلو برخو کې ارزښتناک رول لوبولی دی.
د نجونو پر زده کړو دوامدار بندیز نه یوازې د افغانستان د راتلونکې نسلونو پر برخلیک منفي اغېزه کوي، بلکې د هېواد نړیوال اعتبار، اقتصادي پرمختګ او د ټولنې ثبات هم له جدي ستونزو سره مخ کوي.

له همدې امله د بهر مېشتو افغانانو جرګه د افغانستان له واکمنو چارواکو څخه په درناوي خو په ټینګار غوښتنه کوي چې:
١. د نجونو پرمخ د منځنیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیزي؛
٢. د تعلیم په برخه کې واضح، عملي او دوامدار ملي تګلاره اعلان کړي؛
٣. د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو مناسب چاپېریال برابر کړي؛
٤. د تعلیم په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل ته لاره هواره کړي، ترڅو افغانستان د علمي او تخنیکي پرمختګ له فرصتونو څخه محروم نه شي.

موږ همدارنګه له افغان علماوو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، فرهنګي شخصیتونو او د ټولنې له ټولو اغېزمنو قشرونو څخه غوښتنه کوو چې د تعلیم د ارزښت د ساتنې او د نجونو د زده کړو د بیا پیل لپاره خپل مسؤلانه او رغنده رول ولوبوي.

د بهر مېشتو افغانانو جرګه باور لري چې د افغانستان روښانه راتلونکی د علم، پوهاوي او تعلیم له لارې تضمینېدای شي. د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو برابر فرصتونه نه یوازې د عدالت او اسلامي ارزښتونو څرګندونه ده، بلکې د هېواد د پرمختګ، ثبات او ملي یووالي لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

په پای کې موږ هیله لرو چې د افغانستان مسؤل چارواکي د ملت غوښتنې واوري او داسې پرېکړې وکړي چې د هېواد د ټولو ماشومانو لپاره د تعلیم دروازې پرانیزي او افغانستان د علم، پرمختګ او ثبات پر لور رهبري کړي.

په درنښت 
د بهر مېشتو افغانانو جرګه
د رسنیو کمیسیون