د بهرمېشتو افغانانو جرګه
د رسنیو کمیسیون
د بهر مېشتو افغانانو جرګې استازو په قطر هېواد کې د امریکا د ماموریت له پلاوي سره یوه مهمه مجازي ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د دواړو لورو ۹ تنه ګډونوال حاضر وو، په ناسته کی د امریکا د ماموریت دوه استازي هم شامل وو، هر یو : Derek Wright او Solares Jorge
ناسته د جرګې د استازي محترم احمد فرید رحیمي له لوري د هرکلي په خبرو پیل شوه، چې پکې یې د دواړو خواوو ترمنځ د رغنده او همکارانه اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ. وروسته ګډونوالو یو بل ته ځانونه وروپېژندل او د رسمي خبرو اترو لړۍ پیل شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان پر مهمو ټولنیزو، اقتصادي او بشري موضوعاتو مفصل بحث وشو. په پیل کې، ښاغلي عبداللطیف متین د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت هر اړخیز تحلیل وړاندې کړ، چې پکې یې د سیمې سیاسي وضعیت، د امریکا او ایران اړیکې، او د افغانستان او پاکستان تعاملات هم تشریح کړل. د امریکا د ماموریت پلاوي د دې تحلیل ژوروالی او وضاحت وستایه.
همدارنګه، ډاکټر مینه افضلي د افغانستان د روغتیايي سکتور پر جدي ستونزو رڼا واچوله، چې پکې د درملو کمښت او د روغتیايي سیستم بنسټیزې نیمګړتیاوې شاملې وې. نوموړې د بېړنیو بشري او بنسټیزو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ، چې دا موضوع د ګډونوالو له لوري ډېره مهمه وبلل شوه.
د جرګې د استازو له خوا په کابل کې د راتلونکي تعلیمي کنفرانس په اړه هم معلومات وړاندې شول، چې د امریکا د ماموریت له لوري یې هرکلی وشو او د ملاتړ لېوالتیا یې څرګنده کړه.
د جرګې استازو د خپلو فعالیتونو او پرمختګونو په اړه هم معلومات شریک کړل، چې پکې د غړیتوب پراختیا، له اروپايي اتحادیې، د انګلستان له بنسټونو، او نړیوالو شریکانو سره اړیکې، او افغانستان ته د درېیم سفر چمتووالی شامل وو..
همدارنګه څرګنده شوه چې جرګه له اوسنیو افغان چارواکو سره فعاله تماسونه لري.
په ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ ستراتیژیک بحث هم ترسره شو، چې پکې دا پوښتنه مطرح شوه چې څنګه د امریکا ماموریت کولای شي د جرګې له نوښتونو ملاتړ وکړي. دواړو خواوو د دوامداره همغږۍ او اړیکو پر اهمیت توافق وکړ، او د امریکا ماموریت د اړوندو بنسټونو سره د اړیکو په برابرولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
همدارنګه، د جرګې له لوري دا یادونه وشوه چې د بشري مرستو تر څنګ، امریکا دا توان هم لري چې د پاکستان د لاسوهنو او روانو کړکېچونو په مهارولو کې رغنده رول ولوبوي.
د ناستې په ترڅ کې د سیمې د ترانزیټي او اقتصادي اتصال موضوع هم مطرح شوه، چې پکې د ترکمنستان له لارې د بدیلو لارو اهمیت ته اشاره وشوه.
د امریکا استازو د بدخشان او تخار د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه پوښتنې وکړې، خو ښاغلي ستارزي صاحب په واضح ډول څرګنده کړه چې جرګه ټول افغانستان د یو واحد هېواد په توګه ګوري، نه دا چې ولایتونه جلا وارزوي. نوموړي زیاته کړه چې ټول افغانستان له ورته ستونزو او کړکېچونو سره مخ دی، او دا د جرګې اساسي دریځ دی.
غونډه د دواړو خواوو ترمنځ د راتلونکو همکاریو پر ژمنې سره پای ته ورسېده.
Virtual Meeting Between Representatives of the Afghan Diaspora Jirga and the U.S. Mission Delegation in Qatar
Representatives of the Afghan Diaspora Jirga held an important virtual meeting with representatives of the U.S. Mission in Qatar. Nine participants from both sides attended the meeting, including Mr. Derek Wright and Mr. Jorge Solaresfrom the U.S. Mission.
The meeting commenced with welcoming remarks by Mr. Ahmad Farid Rahimi, a representative of the Jirga, who emphasized the importance of constructive dialogue and cooperation between the two sides. Following introductions, participants engaged in formal discussions on a range of important issues concerning Afghanistan.
Key topics included humanitarian challenges, economic conditions, social development, education, healthcare, women’s and girls’ access to education, and the role of the Afghan diaspora in supporting sustainable peace and development. Participants also discussed ways to strengthen cooperation and maintain open channels of communication to address pressing concerns facing the Afghan people.
Both sides underscored the importance of continued engagement and exchanging views on issues of mutual interest. The meeting concluded with an appreciation for the opportunity to hold a frank and constructive dialogue and with a shared commitment to maintaining communication and cooperation in the future.
