د خواخوږۍ او تسلیت اعلامیه

12 July 2026

A A Momand & S Zadran.png

د بهرمېشتو افغانانو جرګه

د رسنیو کمیسیون

 

د خواخوږۍ او تسلیت اعلامیه

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

د بهرمېشتو افغانانو جرګه په ژورې خواشینۍ سره د افغانستان د دوو نامتو او ویاړلو شخصیتونو، د افغان فضانورد عبدالاحد مومند او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ، د مړینې خبر ترلاسه کړ.
ارواښاد عبدالاحد مومند د افغانستان د علم، پوهې او فضايي لاسته راوړنو یو روښانه سمبول و، چې د خپل تاریخي ماموریت له لارې یې د افغانستان نوم نړیوال ډګر ته ورساوه او د افغان ولس لپاره یې د ویاړ یوه نه هېریدونکې پاڼه پرېښوده.
همدارنګه ارواښاد شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ له هغو مخکښو لوبغاړو څخه و، چې د خپل استعداد، هڅو او ملي احساس له لارې یې د هېواد د کرکټ په پرمختګ او نړیوال شهرت کې ارزښتناک رول ولوباوه او د افغان ځوانانو لپاره یې د الهام سرچینه وه.
د بهرمېشتو افغانانو جرګه د دغو دواړو ملي شخصیتونو مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه بولي او د هغوی خدمتونه او قربانۍ به د هېواد په تاریخ کې د درناوي وړ پاتې وي.
موږ د دواړو ارواښادو درنو کورنیو، خپلوانو، ملګرو، د افغانستان ولس او د کرکټ او علمي ټولنې ټولو غړو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو، د لوی څښتن تعالی له درباره ارواښادو ته د فردوس جنت او پاتې کورنیو ته د جمیل صبر او اجر غوښتنه کوو.
په درنښت
د بهرمېشتو افغانانو جرګه

د رسنیو کمیسیون