
د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د ګډو هڅو او راتلونکې همکارۍ په موخه تعارفي غونډه
۸ اګست ۲۰۲۶
د بهر مېشتو افغانانو جرګې (Afghan Diaspora Jirga) او د افغانستان سرطان بنسټ (Afghanistan Cancer Foundation) ترمنځ د پېژندنې، همغږۍ او راتلونکې ګډې همکارۍ په موخه یوه تعارفي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د جرګې او د افغانستان سرطان بنسټ یو شمېر مسؤلینو او غړو ګډون کړی و. ګډونوالو د سرطان ناروغۍ د مخنیوي، عامه پوهاوي، د ناروغانو د ملاتړ او په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د ګډو هڅو پر اهمیت خبرې وکړی.
په غونډه کې ټینګار وشو چې د بهر مېشتو افغانانو ظرفیتونه، تجربې او امکانات کولای شي د افغانستان د روغتیايي سکتور، په ځانګړې توګه د سرطان ناروغیو د تشخیص، درملنې، عامه پوهاوي او د ناروغانو د ملاتړ په برخو کې اغېزمن رول ولوبوي.
دواړو لورو په راتلونکي کې د لا نږدې همکارۍ، د ګډو پروګرامونو د رامنځته کولو او د افغانستان د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
د بهر مېشتو افغانانو جرګه باور لري چې د افغانانو ترمنځ همغږي، ګډ کار او د هېواد د خلکو د خدمت لپاره د ظرفیتونو راټولول کولای شي د افغانستان د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره مثبت او اغېزمن بدلونونه رامنځته کړي.
د بهر مېشتو افغانانو جرګه
د رسنیو کمیسیون
