د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د بهر مېشتو افغانانو جرګې اعلامیه

20 August 2026

 Arch of Victory طاق ظفر.jpg

د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په ویاړ د ملي یووالي، خپلواکۍ او روښانه راتلونکي پیغام

۲۸ اسد ۱۴۰۵ هـ ش | ۱۹ اګست ۲۰۲۶ م

بسم الله الرحمن الرحیم

د بهر مېشتو افغانانو جرګه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.

د اسد اته ویشتمه د افغانستان په زرین تاریخ کې د ویاړ، مېړانې او ملي یووالي ورځ ده. په همدې ورځ افغان ولس د خپلو سرښندنو، قربانیو او نه ماتېدونکي عزم په مټ د خپل هېواد خپلواکي ترلاسه کړه او نړۍ ته یې وښوده چې افغانان د آزادۍ، عزت او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

موږ باور لرو چې خپلواکي یوازې د یوې تاریخي بریا نوم نه دی، بلکې یو ملي امانت دی چې ساتنه یې د هر افغان ګډ مسئولیت دی. د افغانستان راتلونکی د ملي یووالي، متقابل درناوي، علم، پرمختګ، عدالت او د هېواد د ټولو بچیانو د ګډو هلو ځلو په برکت روښانه کېدای شي.

د بهر مېشتو افغانانو جرګه په بېلابېلو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو څخه غواړي چې د خپل ملي هویت، فرهنګي ارزښتونو او تاریخي ویاړونو د ساتنې ترڅنګ، د افغانستان د پرمختګ، ثبات او سوکالۍ لپاره خپل فکري، علمي او اقتصادي ملاتړ لا پیاوړی کړي.

موږ په دې تاریخي ورځ د افغانستان د آزادۍ د لارې ټولو شهیدانو، مجاهدینو او ملي اتلانو ته د درناوي مراتب وړاندې کوو او له لوی خدای جل جلاله څخه غواړو چې زموږ ګران هېواد ته تلپاتې سوله، ثبات، یووالی او پرمختګ په نصیب کړي.

ژوندی دې وي افغانستان!
تل دې وي د افغان ملت خپلواکي، عزت او یووالی!

د بهر مېشتو افغانانو جرګه
د رسنیو کمیسیون